امنیت

په هلمند کې دماين پاکولو ددولسو تنو کارکوونکو دوژل کيدو په باب څيړنې .

کابل باختر دليندى ٢٣:
په هلمند کې دماين پاکولو دموسسې ددولسو تنو کارکوونکو د وژل کيدو په باب څيړنې دوام لري .
دهلمند ولايت مقامات وايي يو هيئت يې موظف کړى دى چې دغه پيښه وڅيړي چې دماين پاکولو دموسسې کارکوونکي له امنيتي ځواکونوسره له همغږۍ او خبرتيا پرته دشورابک سيمې ته ورغلي وو اويا پروګرام يې  مخکې له مخکې تنظيم شوى و .
په هلمند ولايت کې ددغې موسسې په کارکوونکو دوسله والو طالبانو دبريد له امله ددغې موسسې دولس تنه کارکوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .  عمر ځواک وويل: که څه  هم  دماين پاکولو دموسسې کارکوونکي اجازه لري هرې سيمې ته چې دنده يې ايجابوي لاړ شي خو بايد امنيتي  ځواکونو ته  خبر ورکړى شي .
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسئووليت په غاړه اخستى دى . او ويلي يې دي چې دغو ماين پاکوونکو په افغان ملي اردو پورې اړه درلود او دسيمو ماينونه يې شنډول چې هغه يې  په سيمه کې  دبهرنيو ځواکونو دله منځه وړلو لپاره ښخ کړي وو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته