کابل باخترد وږي دمياشتې ٢ :
پنځه سوه تنه پوليسان دمسلکي زده کړې په مقصد ترکيې ته واستول شول
دباختراژانس دخبرله مخې، ويل کيږي دغه افرادبه په شپږو مياشتوروزنيزه دوره په ترکيه کې تيره کړي او دزده کړې دټاکلي مودې له بشپړولو وروسته به دساتنمن په رتبه دملي پوليسو په ليکو کې خپلې دندې له سره پيل کړي .
پخواهم دملي پوليسو يو شمير افراد دروزنې يوه دوره په ترکيه کې تيره کړه چې اوس دساتنمن په توګه په خدمت بوخت دي .
مقاماتو په ترکيه کې دپوليسو روزنه دپوليسو دظرفيت جوړولو په لاره کې يو بل ګام بللى دى .پاى ج ذ 2:02:19 م
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون هيئت دکابل ولايت له توقيف خونې څخه ليدنه وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ