امنیت

يوولس تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
يوولس تنه داعشيان پرون په ننګرهار ولايت کې ووژل شول .
دغه داعشيان دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشاهين  ١٣ په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب  قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .په دغو عملياتو کې چې ددغې قول اردو دڅلورمې لوا دقوماندانۍ په رهبرۍ او دملي پوليسو او ملي امنيت دمنسوبينو په ګدون دننګرهار ولايت دکوټ  ولسوالۍ په مرپوطاتو کې ترسره شول  يوولس تنه داعشيان  ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول اود اوو تنو وژل شويو داعشيانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې و .
په دغوعملياتو کې دکوټ ولسوالۍ  يوزيات شمير ساحې  دداعشيانو له شتون څخه پاکې شوې او دهغوى يوموټر هم ويجاړ شوى دى .
په خبر کې  ويل شوي دي چې افغان پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى او دداعش په ډلې پورې داړوندو کسانو له شتون څخه دکوټ ولسوالۍ دنورو ساحو دپاکولو لپاره عمليات په خپل قوت سره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته