امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي په زرنج کې ونيول شول .

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دپوليسو څلور تنه منسوبين تيره شپه دنيمروز ولايت په زرنج ښار کې ټپيان شول .  دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ولي محمد صريح دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دوو تنو ډار اچوونکو دشپې له تورتم  څخه په استفادې سره دزرنج ښار دلومړى حوزې په ساحه کې دپوليسو په رنجر لاسي بم وغورځاوه چې دچاودنې له امله دپوليسو څلور تنه منسوبين ټپيان شول .
صريح وويل چې ډار اچوونکي له ډيل پرته دپوليسو له خوا ونيول شول او ترپوښتنې او تحقيقاتو لاندې دي .
  ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته