کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي اعلاميه.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلک تل په هېواد کې دايمي سولې او ثبات ته درسېدو لپاره تل د رغنده هلو ځلو ملاتړ کوي.
هغه څرګندونې چې د مرغومي د مياشتې د ١٦ نيټې دشنبې د ورځې په غونډه کې ترسره شوې د دقيقو اطلاعاتو دنه شتون له امله غيرمسوولانه څرګندونې دي او په افغانستان کې دننه دطالبانو د مشرتابه د شتون ادعا د واقعيتونو پرخلاف او د افغانستان د خلکو او د ټولو نړيوالو واقعيتونو پرخلاف ثابته
شوې ده.
د ملي امنيت د لوى رياست موثق اطلاعات د دې ښکارندوى دي چې، د طالبانو او دنورو تروريستي ډلو مشران د ډيورنډ له کرښې اخوا او د پاکستان په سترو ښارونو کې شتون لري او له خپلو همدغو مرکزونوڅخه دافغانستان د دولت او خلکو پرخلاف خپلو تروريستي عملياتو ته سازمان ورکوي او همغږي کوي يې.
د افغانستان د خلکو او د نړيوالو غوښتنه دا ده چې، دايمې سولې ته د رسيدو لپاره دې دغه مرکزونه بند او دافغانستان د خلکو پرخلاف د دغو تروريستي ډلو د فعاليتونوله امله دې تاوتريخوالي د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو په ترڅ کې پاى ته ورسيږي.
د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه زموږ له ټولو هېوادوالو اوسياستوالو څخه غوښتنه کوي چې، له هغو غيرو مسوولانه څرګندونو څخه دې ډډه وکړي چې د ملي ګټو پرخلاف او د هېواد د دښمنانو په ګټه وي . پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل