اقتصاد

فرانسه دپنجشير له ولايت سره مرسته کوي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٩
فرانسه دپنجشير له ولايت سره دظرفيتونو د ودې اوبنسټونو د جوړولو په برخه کې مرسته کوي.
دفرانسې سفير نن پنجشير ته دخپل سفر په بهيرکې وويل چې هيواد يې دښه حکومتوالۍ د پياوړتيا او دخلکو د ژوندانه دحالت دښۀ والى لپاره په پنجشير کې دبيارغونې پروګرامونه تمويلوي .
ژان ميشل مارلو وايي چې هيواد يې د ناټو دپوځي ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته هم دبيارغونې او دافغان ځواکونو د ځواکمنتيا په برخوکې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه فرانسوي ډيپلومات چې نوى په افغانستان کې دسفير په توګه ټاکل شوى دى؛ نن يې پنجشير ولايت ته سفر وکړ او ددغه ولايت له مسوولينو سره يې په کتنه کې ژمنه وکړه چې هيواد به يې له افغانستان سره په اقتصادي او امنيتي برخو کې مرسته وکړي.
دپنجشير د والي مرستيال عبدالرحمن کبيري دفرانسې له سفير سره په کتنه کې دپنجشير ولايت دبيارغونې، د بنسټونو د جوړولو او دخلکو د ژوندانه دښه والى په لاره کې ددغه هيواد د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه .
ژان ميشل مارلو ژمنه وکړه چې له پنجشير سره به مرسته وکړي.
دغه فرانسوي ډيپلومات دپنجشير ولايت ته دخپل سفر هدف دافغانستان دبيلابيلو سيمو کتنه او دافغانانو د اړتياوو څيړنه وباله.
ده په داسې حال کې چې دپنجشير د والي مرستيال هم ورسره و؛ د بازارک په ښارکې د ملالۍ لـيسه وکتله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته