فرهنګ

په پکتياکې له جوماتونوسره دسعودي عربستان مرسته

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

سعودي عربستان دپکتيا له جامع جوماتونوسره دفرشونو اوځينو نورو لوازمو مرسته  وکړه.

په دغو مرستو کې شپږزره اتيا متره فرشونه، دلودسپيکر بشپړسيټونه او جاى نمازونه شته .

ددغې مرستې ارزښت اويا زره ډالره بلل شوى دى .

دپکتياولايت دحج اوقافو  رييس مولوي عبدالغفور باختراژانس ته وويل ،دمرستې مالونه ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په يوويشتو جامع جوماتونو چې زياته اړتيالري ويشل کيږي.

ويل کيږي په دغو مرستو سره په پکتيا کې دجامع جوماتونو دزياتو اړتياوو يوه برخه لري کيږي .

ويل کيږي چې په  وروستيو لسوکلونوکې دا لومړي ځل دى دپکتيا له جوماتونوسره بهرني مرستې کيږي  . تراوسه پورې دغه جوماتونه دسيمې دخلکو په مرسته سمباليدل اوفعاليت يې کاوه.

دپکتيا ولايت دحج او وقافو رياست له خوا دورکړي شوې احصائيې له مخې په دغه ولايت کې څه ناڅه دوه زره جوماتونه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته