امنیت

پنځه تنه په هرات کې د ويرې د رامنځته کولو په تور ونيول شول

کابل باختر دلړم دويمه :
پنځه تنه د هرات د خلکو ترمنځ د ويرې او ډار د رامنځته کولو په تور د پوليسو له خوا ونيول شول.
دغه کسان چې د هرات ښار د بېلابېلو ناحيو اوسيدونکي دي، غوښتل يې د اعتراضي غونډو او د ويرې او ډار له رامنځته کولو څخه په ناوړې استفادې سره د خلکو د شتمنيو په لوټولو او د ټولګټو تاسيساتو  په ويجاړولو لاس پورې کړي چې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ يو مقام باختر آژانس ته وويل: غونډې او سوله ئيزې مظاهرې د خلکو حق دى، خو له دغه شان غونډو څخه ناوړه استفاده او د اړو دوړ رامنځته کول جرم ګڼل کيږي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته