ټولنه

د هېواد د شهيدانو د فاتحې اخيستلو مراسم پرځاى شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٣ :
په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو د وروستۍ پيښې د شهيدانو پاک روح ته د دعا کولو په موخه نن له غرمې وروسته د سترې محکمې په جامع جومات کې د قرآن عظيم الشان د ختم مراسم پرځاى شول.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم، د سترې محکمې غړو ډاکتر عبدالمک کاموي، قضاوتپوه براتعلي متين، قضاوتپوه محمد زمان سنګري او قضاوتپوه عبدالحسيب  او د قضائيه قوې د مرکزي ادارو  نورو منسوبينو ګډون کړى و.
د دعاپه مراسموکې د افغانستان د خلکو د سولې او نيکمرغۍ د دښمنانو تروريستي او ناځوانمردانه عمل چې په ډير مقدس الهي مکان يعنې په جامع جومات کې او د جمعې د لمانځه  د ادا کولو په وخت کې ترسره شو، په ډيرو سختو الفاظو وغندل شو او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هيله وشوه چې شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او د شهيدانو پاتې کسانو او کورنيو ته جميل صبر ور په برخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته