امنیت

څلويښت تنه تروريستان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
د فارياب ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په يرغليزو عملياتوکې ٤٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتوکې چې د تروريستانو دځپلو په موخه دظفر-٧په نامه  د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د ميرزا قلم، تپه بابا، سربنګي او  د شيخانو د کليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډار اچوونکي د ډلې ٩٣ تنه نور غړي ونيول شول .
  په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسله، د درندو وسلو مهمات، دوه ليږدونکي وسايط او دوه پنځوس موټرسايکلونه په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او ددښمن ٤٠نور موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي .
دغه راز د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ په عارف تپه کلي کې پرون د ملي اردو د ځواکونو په هوايي بريدکې څلور تنه تروريستان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته