کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند ترانسپورټي کمېټې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤٠ راستنې شوې کورنۍ خپلو کورونو ته لېږدولې دي.
دغه وزارت ویلي چې ١٦٠ کورنۍ د تورخم له لارې او ٢٣٤ کورنۍ د سپين بولدک له لارې کندهار ، هلمند ، کندز ، ننګرهار او کونړ ولايتونو ته لېږدول شوي دي
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ګومارل شوې کمېټې له خوا ٧٤ زره ٨٩٦ راستانه شوي کسان خپلو کورونو ته لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
11 د یوې دقیقې څخه لږ