کابل باختر د وري شلمه .
څوشيبې مخکې دناټو يو هليکوپتر دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې راوغورځيد .
دغه هليکوپتر چې ويل کيږي امريکايي سرتيري پکې سپاره وو نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې دننګرهار ولايت دپچير اواګام ولسوالۍ په ګيره خيلو سيمه کې راغورځيدلى دى خو علت يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو مقام دناټو ددغه پوځي هليکوپتر راغورځيدل تاييد کړل اوويې ويل چې امنيتي مامورين ددغې پيښې دڅيړنې لپاره ساحې ته تللي دي .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ