امنیت

په سرپل کې کرل شوي کوکنار اړول کيږي .

-کابل باختر د ثور دويمه :
دسرپل ولايت په ناامنو سيمو کې دچاڼيزو عملياتو له ترسره کولو سره جوخت  کرل شوي کوکنار هم اړول کيږي .
دسرپل ولايت دنشه يي توکوپرخلاف  دمبارزې دچارو رييس ډاکتر حميد الله حميد دباختراژانس خبريال ته وويل چې په روان کال کې ددولت دوسله والو مخالفينو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې دکوکنارو کرکيله  دوه برابره شوې ده له دې امله دده دڅرګندونوله مخې  يوې کميټې  پريکړه کړې ده چې ددغه ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو په ناامنو سيمو کې دچاڼيزو عملياتو له ترسره کولو سره جوخت  کرل شوي  کوکنار هم دامنيتي ځواکونو له خوا واړول شي.
دسرپل ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې رييس دغه راز دکرل شويو کوکنارو په اړولو کې ددغه ولايت دسيمه ئيزو پوليسو  رول  اغيزمن وباله او په دې برخه کې يې ددغو ځواکونو دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه .
دسرپل ولايت دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې رياست دمسوولينو دڅرګندونوله مخې  دغه ادارې  په تيرکال کې وکولاى شول دامنيتي ځواکونو په همکارۍ  ددغه ولايت په بيلابيلو سيموکې په اووه سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته