د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجى وزير انجينر اميرزى سنګين په داسې حال کې چې ددغو وزارتونو معينان ، دکندز والي محمدانور جګدلک او د ولسي جرګې غړى ډاکتره فاطمه عزيز ورسره ملګري وو، د امام صاحب د آرامګاه د ترميمولو دکار بهير وکوت.
ډاکتررهين ددغه آرامګاه د ترميمولو په باب اړوندو موظفينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دکندز ولايت، په تېره بيا دامام صاحب ولسوالۍ د ټولو چارو د پرمختګ او بيارغاونې په اړوند دکندز د والي محمدانورجګدلک دپاملرنې له امله قدرداني وکړه.
د يوبل خبرله مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزيرانو ډاکترسيدمخدوم رهين او انجينر اميرزى سنګين، ددغو وزارتونو معينان پوهنمل نبي فراهي او انجينرحسام، د کندز والي محمدانورجګدلک د فاتحې د ورکولوپه مقصد د الحاج ابراهيمي کورته لاړل او د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي دکورنۍ د مظلومو شهيدانو روح ته يې دعا وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزير انجينر اميرزى سنګين ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي او د مخابراتو وزارت تخنيکي معين انجينر بريالى حسام په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو د کان دکلوپ په انګړکې دبغلان ولايت له سرپرست محمدقديم، د دغه ولايت له دولتي مقاماتو، د ولايتي شورا له رييس رسول محسني او ددغه شورا له ځينواستازو او ددغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ له رييسې ميرمن شکريې اصيل سره وکتل.
په دې کتنه کې شکريه اصيل د دغه ولايت دتاريخي اوفرهنګي هويت په باب څرگندونې وکړې.
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د بغلان ولايت د سرپرست د ارزښتناکو خدمتونوپه وياړ ددغه وزارت ستاين ليک محمدقديم ته ده ورکړ.