کابل باختر د وري دمياشتې ١٩ :
د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د نښتې په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغوطالبانو نن سهارپه نرخ ولسوالۍ کې بريد وشو.
د ميدان وردګو په ولايت کې يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغو طالبانو غوښتل چې د نرخ و لسوالۍ بازار ته څېرمه ماين ښخ کړي چې د پوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ