خبرونهښوونه او روزنه

فراه کې د یوه ښوونځي ودانۍ بیا ورغول شوه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د نږدې ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د بیا رغولو رغنيزې چارې بشپړې شوې.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دې ولایت د شیبکوه ولسوالۍ اړوند په دوقلعه کلي کې د نجونو لېسې د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا د ياد ښوونځي د دېوالونو رغول او رنګ، د کړکیو، دروازو او څوکیو بیا رغول شامل دي, چې د پوهنې ریاست له لوري د ۵۹۷ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بیا رغول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته