کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
دنوي پسرلۍ او دسمسورتيا دفصل په درناوي دنيالګيو دايښودلو دکمپاين په لړ کې دهرات ولايت دښځو دچارو رياست غواړي چې په خپله ونده ددغه ولايت د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په ښه والي او سمسورتيا کې ونډه واخلي .
په همدې مقصد دغه رياست ددغه ولايت دښځو د شميرې په بڼ کې دنيالګيو دايښودلو جشن ددغه ولايت ديو زيات شمير فعالو ښځو په ګډون پيل کړل .
دهرات ولايت دښځو دچارور ييسې انيسې سروري وايي چې دوى غواړي په خپله ونډه کې دژوندانه دچاپيريال ساتنې ، دکرنې درياست او دهرات دښاروالۍ په همکارى زر نيالګي دشميرې په ښځينه بڼ او ددغه ادارې په انګړ کې کېږدي .
ده ددغه جشن دجوړولو مهم هدف دژوندانه دچاپيريال ساتنې دحالت ښه والي او دهوا دککړتيا مخنيوى وباله .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل