ښوونه او روزنه

څه د پاسه لسو زرو تنو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابريږي

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٥ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکتر کمال سادات نن  د لوړو زده کړو له ٢٦ موسسو او انستيتونونو سره د يو لړمراسمو په ترڅ کې د همکارۍ قراردادونه لاسليک کړل.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې:  
په دغو مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين وويل  چې دغه قراردادونه د ازهر، علامه، بيان، نعمان سادات، فانوس، پيام او شرق د لوړو زده کړو د موسسو او دغه راز د کار آموز د روغتيايي علومو، شاهين، رحمان زي، امام غزالي، المدينه، شهيدسردار محمد داوودخان، جمال الشفا، حکيم سنايي، د خوست ولايت د افغان، د پروان ولايت د امام بخاري، د ننګرهار ولايت  د ملي ، استقلال، آسيا، غازي او د آريانا او د لغمان ولايت د جامي او شفا له انستيتونونو سره  لاسليک شول.
د ځوانانو د چارو معين څرګنده کړه چې دغه موسسې او انستيتونه د ځوانانو د چارو د معينيت له لارې١٠ زرو ٦٧٤ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو څانګوکې د زده کړې زمينه برابروي چې له دې جملې څخه ٣٧٤ تنه يې په وړيا ډول او نور په مياشتني فيس کې  په سلوکې  له ٢٠ څخه تر٥٠ تخفيف پورې په دغو تحصيلي بنسټونوکې منل کيږي .
د ځوانانو د چارو معين ټينګار وکړ چې د دغه معينيت يو کاري لومړيتوب په بېلابېلو برخوکې ځوانانو ته د تحصيلي او د روزنيزو زمينو برابرول دي .
دغه راز په دغو مراسموکې د ازهر د لوړو زده کړو د موسسې رييس ډاکتر ابوبکر متقي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د هېواد  ځوانانو ته د زده کړې او د ښې ښوونې او روزنې د مناسبو شرايطو د برابرولو په  خاطر به زياته پاملرنه وشي .
دغه راز د ميمو ريل روغتون مسوول ژمنه وکړه: که چيرې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي روغتيايي ستونزې پيدا کړي؛ هغه په وړيا ډول تداوي کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته