امنیت

په پروان کې داعشيانو ته مرګ ژوبله واوښته

-کابل باختر د زمري  اوومه :
په پروان ولايت کې د پوځي عملياتو په بهيرکې داعشيانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه عمليات پرون سهار د عامه نظم د سلګونو تنو پوليسانو په ګډون د سياه ګرد او د شينوارۍ ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول او د تر ننه پورې دوام وکړ.
د پروان ولايت د عامه نظم د پوليسو د څلورم کنډک قوماندان جنرال محمد هارون مبارز د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو پوځي عملياتوکې داعشيانو ته درانده مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده په دغو عملياتو کې د داعشيانو د تلفاتو د دقيق شمېر په باب بې خبري څرګنده کړه، خو ويې ويل  چې د دغې ډلې د څه ناڅه لسو تنو غړو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي .
جنرال مبارز وايي: په دغو عملياتوکې د پروان ولايت د سياه ګرد او شينوارۍ د ولسواليو ځينې سيمې د داعشيانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې د پروان ولايت په ځينو سيموکې د خورو  ورو جګړو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوشمېر نوريې ټپيان شول
  دغه جګړې د وروستيو څلور ويشتو ساعتونو په بهيرکې نښتې دي او ويل شوي دي چې په دغو جګړوکې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته