امنیت

پوځيانو اته طالبان په قندهار کې ووژل

کابل /دلندې لومړى / باختر :
په قندهار کې  دپوځيانو په نويو بربدونوکې اته طالبان ووژل او شپږ نور يې ټپيان شول .
په ميوند ولسوالۍ کې جګړه تېره شپه ونښته .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو برېدونوکې اته طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوليسو دقندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ديوولسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کېدو مخه ونيوله
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
  ختم_عطااله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته