نړۍ

امريکايي جوارګر دجمهوري رياست په فکر کې

نيويارک باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
  امريکا پانګوال او ددغه هيواد دجوارګرى ديوشمير سترو خونو خاوند دو نالد ترامپ  په دغه هيواد کې دراتلوونکي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دګډون لپاره خپل تيارى اعلام کړ .
دغه مشهور امريکايي جوارګر دسه شنبې په ورځ دنيويارک ښار په  منهتن ناحيه کې دترامپ  برج په نامه په خپل ګران بيه کور کې اعلام وکړ چې دامريکا دعظمت داستنولو په مقصد د ٢٠١٦ ميلادي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ګډون کوي .
دغه امريکايي پانګوال تيره اوونۍ سپينې ماڼۍ ته  درسيدو لپاره ځان ډير وړ شخصيت بللى و او ددغه هيواد په اداره کې يې دخپل ځواکمنۍ او صلاحيت ددليل په توګه ويلي و چې يواځې دده ديوه پلورنځي  ارزښت دامريکا دجمهوري رياست په تيرو انتخاباتو کې دبارک اوبامادسيال ميت  رامني له ټولې شتمۍ څخه زيات دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته