سیاست

د برقي تذکرې د ويش په باب د جمهور رئيس فرمان صادر شو

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس  محمداشرف غني د ١٣٩٦ کال  
د ثور د مياشتې په  ٢٣ نيټه د برقي تذکرې د ويش د بهير او د جمهوري رياست د دويم معاونيت او د ملي وحدت د حکومت د اجرائيه رئيس له خوا د دغه  ملي بهير د څارنې په باب يو فرمان صادر کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه فرمان چې د برقي تذکرې د صادرولو په بهيرکې د چټکتيا په موخه صادر شوى دى، د برقي تذکرې د ويش د پروګرام د تطبيق د مرجع ، د عملياتي پلان د تطبيق، د مالي او اجرائيوي چارو د پلټنې، د رهبرۍ کميټې د جوړولو، د استخدام په بهيرکې د شفافيت د تامينولو او د برقي تذکرې د ويش د پروګرام د مکلفيت او رپوټ ورکولو په ګډون  موضوعګانې په شپږو مادوکې  شاملې دي .
د دغه فرمان له مخې، د وګړو د احوالو د ثبت  مرکزي اداره د برقي تذکرې دويش د پروګرام د تطبيق مسووليت په غاړه لري، د کورنيو چارو، مخابراتو  او معلوماتي تکنالوجۍ او د ماليې وزارتونه موظف کړاى شوي دي چې د دغې ادارې د اړتيا وړ  تجهيزات او لګښتونه تامين کړي.
جمهور رئيس د دغه فرمان له مخې، د دغه ملي بهير د تطبيق څارنه د جمهور رئيس د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش او د ملي وحدت د حکومت د اجرائيه رئيس په مشرۍ او د جمهور رئيس د سلاکار او د اړوندو بنسټونو د استازو په غړيتوب کميټې ته سپارلې ده.
دغه راز په دې فرمان کې ويل شوي دي: له دې وروسته د وګړو د احوالو د ثبت  د مرکزي ادارې د مالي او اجرائيوي چارو پلټنه ، د پلټنې يوه معتبر نړيوال بنسټ         ته سپارل کيږي .
په دې فرمان کې په ډاګه شوې ده چې د برقي تذکرې د ويش د آزمايشي پړاو عملياتي پلان د جمهور رئيس د دغه فرمان د صادريدوله نيټې څخه وروسته په  ٩٠ ورځوکې عملي کيږي .
د دغه فرمان له مخې، ټولې دولتې ادارې مکلفې دي چې د دغه بهير د تطبيق په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي او د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره دې   د دغه پروګرام د کار د بهير د پرمختګ او له مالي سرچينو څخه د اغيزمنې استفادې په باب د جمهوري رياست د چارو د ادارې لوى رياست او د ماليې وزارت ته رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته