اقتصاد

په پکتيا کې پنځه ټنه زعفران په امتحاني ډول کرل کيږي

ګرديز باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۳ مه
د پکتيا ولایت د کرنې اواوبولګولو رياست له خوا د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې پنځه ټنه زعفران په امتحاني ډول کرل کيږي.
دغه څرګندونې د پکتيا ولايت د کرنې اواوبولګولو ريېس وليد احمد تسل په اوونيزه اداري غونډه کې وکړې.
تسل وويل چې په روان کال کې به د دغه ولايت د مرکز ګرديز ښار په ګډون د سيدکرم ، احمد اباد او د زرملې په ولسواليو کې د يو ميليونو څلور سوه افغانيو په لګښت پنځه ټنه زعفران په امتحاني ډول وکرل شي څو معلومه کړي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو حاصلات په کومه کچه لاسته راځي.

د پکتيا د والي مرستيال  عبدالولي سهي د کرنې اواوبولګولو رياست دغه هڅه وستايله او د دغه رياست له مسولينو څخه یې وغوښتل چې دغه بهيرپه سمه ټوګه وڅاري تر څو هغه خلک چې اوسمهال په خپلو کروندو کې د نشه یي توکو په کرکيلې بوخت دي له دې وروسته د زعفرانو کرلو ته وهڅيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته