کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
پنځه تنه وسله وال طالبان د ملي اردو د عسکرو په هغوعملياتوکې ووژل شول چې پرون د لغمان ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
پنځه تنه وسله وال طالبان چې د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ او ددغه ولايت د مرکزپه مربوطاتوکې په وسله والوفعاليتونو او ماين ښخولو بوخت وو؛ دملي اردو د منسوبينو دګډوچاڼيزوعملياتوپه بهيرکې ووژل شول.
په دغوعملياتوکې شپږتنه نور وسله وال طالبان ټپيان او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ