سیاست

د راتلوونکې اوونۍ لپاره د سنامجلس د عمومي غونډو اجندا مشخصه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
د مشرانو جرګې د رييسانو د کميټې غونډه نن د دغې جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه.
د سنامجلس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا د ټاکنې په ترڅ کې پريکړه وشوه چې د روان کال د وږي دمياشتې د ٢٣مې نيټې د يکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې دې د اړوندو ولايتونو په باب د يو شمېر سناتورانو رپوټونه له مشرانو جرګې سره د افغانستان د مقننه قوې د ملاتړ د موسسې (البا) له خوا د څلويښتو تنو نويو کارکوونکو د معرفي کولو په برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د رييس له رپوټ سره يوځاى واوريدل شي.
دغه راز د روان کال د وږي د مياشتې د ٢٥مې نيټې د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې دې د سرحدي پيوستون د سيمې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت، د چين د ولسي جمهوريت او د تاجکستان جمهوريت ترمنځ د درې اړخيزه موافقه ليک د تصديق په باب خبرې وشي او هم دې په دې غونډه کې دملي دفاع او د کورنيو چارو وزيران د ملي امنيت د لوى رياست له سرپرست سره د هيواد امنيتي حالت د بيانولو په لاره کې د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.
دغه راز رييسانو په کميټه کې د مجلس د دوو تنو د سياسي پناه غوښتنې په باب آوازې ردې شوې او څرګنده شوه چې دوى د علاج او درملنې لپاره له هيواد څخه بهرته تللي دي او بېرته راستنيږي.
په پاى کې له ولسي جرګې څخه وغوښتل شول چې ډير ژر دې د ولايتي شوراګانو د قانون د طرحې، د ټولنيز ملاتړ د قانون دطرحې، په اطلاعاتو د لاسبرى دقانون، هندوانوته د يوې څوکۍ د ورکړې په باب د جمهوري رياست د مقام د ٥٦ ګڼه فرمان ، وزارت ته د دولتي ارګانونو د ادارې د لوړولو د طرحې او د دولتي املاکو د غيرقانوني تصرف او غصب د قانون د طرحې د تصويبولو په لاره کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو مختلت هيئت د غونډو په جوړولوکې له مشرانو جرګې سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته