امنیت

طالبانو ديوه سيمه ييز پوليس سر غوڅ کړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
په بادغيس ولايت کې وسله والو طالبانو پرون  ديوه سيمه ييزپوليس سرغوڅ کړ.
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان عبدالرووف تاج باخترآژانس ته وويل : 
دغه سيمه ييز پوليس په بالامرغاب ولسوالۍ کې  دخپلو همکارانو له همغږۍ پرته له خپلې وسلې  سره خپله پوسته پريښې وه .
ده څرګنده کړه   له څو ساعتونو وروسته ددغه پوليس مړى  چې سريې غوڅ کړاى شوى و  ددغه ولايت  دبالا مرغاب ولسوالۍ دکپه بابا په کلي کې دپوستې په يو کيلومترۍ په واټن کې موندل  شوى دى.،
تاج  طالبان ددغې وژنې مسوول بولي   خوطالبانو تراوسه پورې په دې باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته