خبرونهټولنه

تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک له لارې ۳۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د کندهار ځايي چارواکي وايي چې په تېرو دریو ورځو کې له پاکستان څخه د دغه ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۲۲ کورنۍ هېوا ته راستنې شوې دي.

د دغه ولایت د تخته پُل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چي د تېري پنجشنبې  ورځې راهیسې  ۳۲۲  کورنۍ له پاکستان څخه هيواد ته راستنې شوې دي.

ورته مهال د تخته پُل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې یو شمېر مېشت راستنو شويو باختر خبري آژانس سره په خبرو کې د اسلامي امارت له مسوولینو مننه وکړه، چي په یاد کمپ کې یې ورته د ژوند هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته