ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې پنځه تنه ټپيان شول .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ټپيان شول .
دنيمروز ولايت دترافيکو مدير حاجي زرين دباختراژانس خبريال ته وويل يو کرولا موټر دزيات ګړنديتوب له امله له سړک څخه ووت  اوچپه شو چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شول.
  ده وويل ديوتن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
ده زياته کړه دموټر چلوونکى نيول شوى  او په دې باب دپوليسو تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته