امنیت

څلور تنه طالبان ووژل شول

دخلکو دښمنانو  په لوګر کې دامنيتي شرکت درې کارکوونکي  ووژل

  دلوګر په پل علم ښار کې ديو ماين دچاودنې له امله دخصوصي امنيتي کمپني درې تنه کارکوونکي ووژل شول .

  دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : تير ماښام  ديو خصوصي امنيتي کمپني  يوسرف موټر په هغه ماين چې له لري واټن څخه کنتروليده  او دپل علم ښار په تندانو سيمه کې ايښودل شوي و  ، وخوت اودچاودنې له امله يې ددغه موټر درې تنه سپرلۍ  ووژل شوې  .

 درويش زياته کړه دلوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې  له افغان او ايساف امنيتي ځواکونوسره دوسله والوطالبانو   په نښته کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول .

  دلوګر دوالي ونيدوى دين محمد درويش  دباختر اطلاعاتي  اژانس ته وويل ،دغه نښته تير ماښام هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو دابراهيم خيلو په  سيمه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ .

 ده زياته کړه: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شوي دي .

 ده د ټپيانو دقيق شمير په ګوټه نه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته