سیاست

ډاکتر ضيا نظام دنړۍ دخوړو په سازمان کې دافغانستان ددايمي استازي په توګه معرفي شو

کابل باختر د سلواغي اتمه
په ايټاليا کې  دافغانستان سفير  ډاکتر ضيا نظام دملګروملتو دسازمان دکرنې او دخوړو  داداري  له لوى مدير  ډاکتر جوزه دوسيلواسره  وکتل .
ددغې کتنې په بهير کې دافغانستان سفير دنړۍ دخوړو په سازمان کې دافغانستان  ددايمي استازي په توګه خپل باور ليک  وړاندې کړ او دکرنې په برخه کې  ددغه سازمان  دمرستي له امله  دقدرداني په ترڅ کې يي  په راتلونکو کلونو کې دمرستو ددوام هيله وکړه .
په مقابل کې ډاکتر دوسيلوا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره ددغه سازمان  مرسته او همکاري به دوام ومومي .
  دنړۍ دخوړو سازمان  داوبو لګولو دپراختيا ، داصلاح شويو تخمونو دبرابرولو ، دمضره خزندو په له منځه وړلو ، بازار موندلو او داحصائيو دبرابرولو په برخو کې په تيره لسيزه کې له افغانستان سره   مرسته کړې ده .
  ټاکل شوې ده  دافغانستان  دکرنې اوبو لګولو وزير  دلومړۍ ځل لپاره  د ٢٠١٣ کال  دجون په مياشت کې  ددوو کلونو لپاره ددغه سازمان دعمومي کنفرانس  مشرتوب په غاړه واخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته