امنیت

پنځه څلوېښت طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
په جوزجان کې پرون مازيګر ۴۵ وسله وال طالبان د پوځیانو په بریدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د جوزجان په مرکز پورې اړوند افغان تپه، چارجفت او شکرک ساحو کې پر وسله والو طالبانو بريدونه وکړل.
رضايي زياته کړه: په دغو بريدونو کې د قوماندان ملا عبيده او د څو پاکستاني طالبانو په ګډون ۴۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور یې ټپيان شول او د هغوى دوه موټرسايکلونه او جنګي وسايل له منحه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته