کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن په کابل کې د چين له سفير اود دغه هېواد د دونګ هاوانګ پوهنتون له هيئت سره وکتل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د چين د ولسي جمهوريت د دونګ هاوانګ پوهنتون هيئت چې د علمي څيړنو لپاره نوى کابل ته راغلى دى ، نن ملي موزيم هم وکوت.
په دې کتنه کې د چين سفير په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړيکې د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې ، څرګنده کړه چې د دونګ هاوانګ پوهنتون هيئت په پام کې لري چې دکابل او باميانو د لرغونو ساحو تاريخي څلي هم وګوري.
دغه راز ده ژمنه وکړه چې د پنځلسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت به په چين کې د ملي موزيم کارکوونکو ته د مسلکي زده کړې او د ظرفيت د لوړولو زمينه برابروي.
پوهاند باوري د دې ترڅنګ چې په بېلابېلو برخو په تېره بيا په فرهنګي برخه کې د چين د ولسي جمهوريت د هميشنيو همکاريو له امله قدرداني وکړه د افغانستان او چين ترمنځ يې د فرهنګي اړيکو او همکاريو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ.پاى ف ذ
2 1 دقیقه لوستل