امنیت

لس طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
لس وسله وال طالبان د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عملياتو په دوام ووژل شول.
دغه عمليات دوه مياشتې مخکې د سلګونو ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي او لا هم دوام لري.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: په دغو پوځي عملياتوکې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نوريې ټپيان شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي   چې په نويو جګړوکې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نوريې ټپيان شوي دي.
پر دغو طالبانو د شېرزادو ولسوالۍ بازار ته څېرمه له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې جګپوړي پوځي مقامات وايي چې د شېرزادو زياتې برخې  د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
دغو مقاماتو دغه راز د دايمي امنيت د تامين او د بيارغاونې بهير د ګړندي کولو لپاره په شېرزادو کې د پوځيانو د ځاى پرځاى کولو خبر ورکړ .
دغه راز  د ننګرهار په ځينو سيموکې په دوو جلا جلا پېښو کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې:
د ننګرهار پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٤ ماينونو په کشف سره  د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته