ورزش

دهيواد دفوټبال ملي ټيم دمالديف له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دهيواد دفوټبال  ملي ټيم  داسيا دچلنج کپ  دسياليو په دوام سبا دمالديف ټيم په وړاندې  لوبه کوي . 
دهيواد دفوټبال فدراسيون  دخپرونو آمر عبدالرشيد  عزيزي  نن دباختراژانس خبريال ته وويل، داسيا دچلنج کپ  سيالۍ  له څه مودې راپديخوا داتو ټيمونو په ګډون د مالديف  په کوربه توب پيل شوي دي چې په پاى کې  دفلپين او فلسطين ټيمونو وکولاي شول ددغوسياليو وروستي پړاو ته لاره پيداکړي او ټاکل شوې ده ددوى  ترمنځ لوبه بل سبا ترسره شي
دغه راز دافغانستان دفوټبال ملي ټيم او دمالديف  دفوټبال  ملي ټيم سبا لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته