امنیت

په کونړکې د قهر سیلاب دوه نمبر-۸ ګډ چاڼیز او جګړه يیزعملیات پیل شول

 کابل باختر/ د وږي د مياشتې٨ نيټه
د قهر سیلاب دوه نمبر-۸ ګډ چاڼیز او جګړه يیز عملیات نن سهار د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په اړوندو سیموکې پیل شول.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رســــنـــیــو دفـــتـــر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قهرسیلاب دوه نمبر(۸) په نوم ګډ جګړه يیز او چاڼیزعملیات د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په اړوندو سیموکې د ټولو تروریستي او ډار اچوونکو ډلو د ځپلو او د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو انتخاباتوته د زمینې د برابرولو په موخه د ملي اردو، ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو، د عامه نظم د قواوو او د ملي امنیت د منسوبينو په ګډون د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دويمې پلي لوا په مشرۍ پیل او په بریالي توګه پرمخ روان دي.
د دغو عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه به معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته