سیاست

جمهور رئیس غني د کندز ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل باختر دتلې ١٠ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین  د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو، استازو او مخورو سره په ارګ کې وکتل .
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي  احمدضیا مسعود هم حضور درلود سناتور محمد دین همدرد، انجینر عبدالهادي ایماق او اسدالله عمرخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دغه ولایت  دحالت په اړوند یې ستونزې او پيشنهادونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
  هغوی د حکومت له پروګرامونوسره ملاتړ ته په اشارې وویل، د امنیتي ځواکونو هلې ځلې په ځانګړي ډول د کندز پېښې ته د رسېدګي په برخه کې د هغوی کړنې او سرښندنې ستایو.
د کندز د ولایت استازو ټینګار وکړ، چې د دغه ولایت سوداګر او ښاریان تیار دي، چې د پخوا په څېر له دولت سره همکاري وکړي او د سوداګري بهیر چټک کړي.
هغوی په کندز ولایت کې د امنیتي سکتور د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کندز خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او غیر مسوولو کسانو ته اجازه نه ورکوي، چې ټولنیز نظم ګډوډ کړي.
جمهور رئیس غني د کندز ولایت د مشرانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، چې دکندز ولایت اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ولکه کې دی. ده زیاته کړه، هره شیبه تازه راپورونه راته رارسېږي او حالت په مستقيم ډول زما تر څارنې لاندې دی.
جمهور رئیس په کندز ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالیو نظامي عملیاتو ته په اشارې سره وویل، نظامي عملیات په ښار کې محدود نه پاتې کېږي، د ولایت اطراف او ګاونډیو ولایتونو ته هم غځېږي.
جمهور رئیس محمداشرف غني ټینګار وکړ، په کندز کې مې امنیتي کمیسیون موظف کړی دی، چې کندز ښار ته د غیر مسوولو کسانو د ننوتو مخه ونیسي.
د هېواد جمهور رئیس د کندز ولایت د امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي په اړوند وویل، په دې باب اقدامات په پام کې دي او د ۲۰۹ شاهین قول اردو په چوکاټ کې به مقتدره فرقه رامنځته کړي.
جمهور رئیس غني د کندز ولایت اقتصادي اړخ ته په اشارې سره وویل، دا ولایت د ترانزیت مرکز او د هېواد د شمال لویه لاره ده، چې ډېر حیاتي ارزښت لري.
جمهور رئیس په دې باندې په ټینګار سره چې جنګ په موږ تپل شوی دی وویل، ځینې غواړي چې د کندز ولایت د نړیوالې ترهګري د ثقل په مرکز بدل کړي.
جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې وویل د کندز ولایت ټینګ ملي یووالی لري او د دغه ولایت مشران باید هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې تر منځ یې قومي نفاق رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته