امنیت

په هرات کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړکمپاين

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اتلو وسله والو ځواکونو د ملاتړپه لاره کې د رسنيو کمپاين د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د رسنيو له يوشمېر مديرانو او خبريالانو سره د فرهنګي مسوولينو د مشورتي غونډې له جوړولو سره جوخت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا روفيان وويل چې د هېواد د وسله والو ځواکونو ملاتړ د هر هېوادوال ديني او ايماني وجيبه او رسالت دي، له همدې امله بايد د رسنيو خاوندان او خبريالان د تل په شان په دغه مهم کارکې خپله ونډه په ښه ډول ترسره کړي .
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د هرات ښار په يوې سيمې د ۲۰جريبه ځمکې په ساحه کې د سرتيري د پارک د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل: ټاکل شوې ده له دې وروسته هرکال د کب د مياشتې (۹) مه په دغه پارک کې ونمانځل شي .
  ده له ټولو صوتي، تصويري او چاپي رسنيو څخه وغوښتل چې دکب دمياشتې د نهمې په درناوي له محتوا ډک صوتي او تصويري کلپونه چمتو او خپاره کړي.
ده زياته کړه چې د کب د مياشتې په ۹مه، د پوځي موزيم او د جهاد د منظرې  دروازې په مينه والو پرمخ پرانيستې وي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته