ټولنه

دمکروريانونو دسړکونو دبيا جوړولو په کار کې ځنډ اوخنډ خلکو ته ستونزې پيدا کړي دي

کابل باختر د زمري  دمياشتې ١٧ :
ځينې موټر چلوونکي او دمکروريانونو اوسيدونکي دکابل ښار ددريم او څلورم مکروريان دسړکونو دبيا جوړولو اوپخولو په بهېرکې دځنډاوخنډله امله سرټکوي.
دوى وايي  مياشتې  مياشتې کيږي  چې ددغو سړکونو دغاړو دويالو  دبيا جوړولو اوپخولو کار دوام لري  خوله دې امله چې ددغو سړکونو کار  په ځنډاوخنډ سره پرمخ ځي هره ورځ دلارو دتړل کيدو او دوسايطو د ګڼې ګوڼې سبب کيږي اوله دې پلوه خلک او موټر چلوونکي له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
ددريم مکروريان  د ٢١ بلاک اوسيدونکي نثاراحمد دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دکابل ښاروالۍ مسوولين اوداړونده ساختماني شرکت چارواکي دې بايد ددغو  واټونو دبيا جوړولو اوپخولو بهير ګړندى کړي .
ده وويل :هره  ورځ دمکروريانونو او دنورو ساحو اوسيدونکي چې په دغو لارو تګ راتګ  کوي له زياتو ستونزو اومشکلاتو سره مخامخ کيږي .
ټکسي چلوونکي محمدايوب په دغو لارو کې  دکار په څرنګوالي په نيوکې سره وويل : چې له څو مياشتو را په دې خوا دڅلورم مکروريان يو واټ  دبيا جوړولو په نسبت دليږدونکو وسايطو پرمخ تړلى دى  اوپه يوه واټ کې  دوسايطو تګ راتګ له زياتو ستونزوسره ترسره کيږي چې دوخت دضايع کيدو سبب کيږي .
ده  دغه راز يادونه وکړه چې  له څو مياشتو را په دې خوا کابل ښاروالۍ ددريم مکروريان دسړک دغاړو دويالو  دجوړولو کار پيل کړى دى   اودسړک په  دواړو غاړو کې شګه او ډبرې اچول شوي دي  او دخلکو  اودليږدونکو وسايطو تګ راتګ له ستونزو سره ترسره کيږي .
ده له اړوندو مسوولينو څخه وغوښتل چې   په دغو سړکونو  دکار له پلوه درامنځته شويو ستونزو کچې ته دې په پاملرنې سره دې  دبياجوړولو بهېر ګړندى کړي.
دباخترآژانس خبريال وغوښتل چې په دې باب دکابل ښاروالۍ دمقاماتو نظر ترلاسه کړي خو په دې کاربريالى نشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته