امنیت

په پکتيکا کې وسله والو طالبانو د هېواد د ملي بیرغ پر سر خپلمنځي نښته کړې ده

ښرنه  باختر د چنګاښ  د میاشتې ۳ مه
د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي اوچارواکي وايي چې د اومنې ولسوالۍ اړوند د (اته خونې) په سيمه کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د افغانستان د ملي بيرغ په سر نښته شوې ده چې په ترڅ کې يې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه ټپيان شوي دي.
د اومنې ولسوالۍ د سپينه کلي اوسېدونکي ولي جان د باختر اژانس  سیمه یېز خبریال ته ویلي دي چې د دوی د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو د والي پيراغا کسانو هغه وسله وال طالب ګواښلى دی چې د افغانستان ملي بيرغ يې له ځان سره لېږداوه.
هغه زياته کړه چې دوه ډوله خبره کېږي يوه دا چې د دوی په منځ کې يو ځانمرګی شوی خو ځينې خلک بیا وايي چې د دواړو لورو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته را منځته شوې چې له امله یې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د اومنې ولسوالۍ يوه باوري سرچينه زیاتوي چې د دغې ولسوالۍ په اته خونه کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان صادق چې په خپل موټرسايکل کې يې د افغانستان ملی بيرغ درولی و، د والي پيراغا د کسانو له غبرګون سره مخ شو.
هغه زياته کړه چې د دغو کسانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته يو پربل ډزې شوې دي چې په ترڅ کې يې نهه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د يحيی خيلو ولسوالۍ يوې سرچينې د نوم د نه اخستلو په شرط وويل چې وسله والو طالبانو پلان درلود څو یو ځانمرګی بریدګر د برید لپاره چمتو کړي خو په خپله یې د دوی په منځ کې چاودنه کړې چې له امله يې د طالبانو د يوه قوماندان اصف په ګډون لس تنه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارین وايي چې د اومنې ولسوالۍ په اته خونه سيمه کې د افغانستان د ملي بيرغ په سر د پکتيکا د يوه قوماندان صادق او د والي پيراغا د وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په دې نښته کې له دواړو لوروڅخه ۹ تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي چې ډېر ګمان کېږي د دوی په منځ کې ځانمرګی بريد هم شوی وي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وايي چې د وسله والوطالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو د سیمې د سرچینو له قوله زیاتوي چې دولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ټپیانو کې د وسله والو طالبانو يو تن قوماندان اصف هم شامل دی.
د يادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو ترمنځ د مخالفت دغه درز د کوچني اختر په درېیمه هغه مهال را منځته شو کله چې يو شمېر وسله والو د ولسي کاروان د ورتګ مخه ونيوله.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته