ښوونه او روزنه

د ځوانانو دچارو معينيت له دوو تحصيلي مرکزونو سره دهمکاري تفاهم ليک لاسليک کړ

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر  سيد مخدوم رهين  په شتون پرون دځوانانو دچارو دمعين او دازهر  دلوړو زده کړو  موسسي  او دنور خراسان  دعلمي او فرهنګي  روزنيز  کورس د رئيسانو ترمنځ دهمکاري تفاهم ليک لاسليک شو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې،  دغه تفاهم ليکونه داطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو دمعين تيمور شاه اسحق زي ، دازهر دلوړو زده کړو  موسسي  رئيس پوهاند سيد نعيم عالمي او دنور خراسان  دعلمي اوفرهنګي روزنيز کورس  مسوول ضيا الحق  غياثي

لاسليک کړ .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  دتفاهم ليکونو د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل، ددغه وزارت دځوانانو دچارو له معينيت  سره دلوړو زده کړو  موسسو دهمکاريو  په لړ کې  ، دوو نورو موسسو ، يوه يې دازهر دلوړو زده کړو موسسه دکمپيوتر ساينس  رياضي ، حقوقو او سياسي علومو ،  عربي ژبې  او دشرعياتو دعلومو په څانګو کې  په مياشتني فيس کې په سلو کې دپنځوسو په تحفيف سره حاضره  شوې ده چې پنځه سوه تنه نجونې او هلکان ومني .

 ډاکتر رهين زياته کړه: دغه راز دنور خراسان علمي او فرهنګي روزنيز کورس دسي اي تي دکمپيوتر په څانګه کې په سلوکې په شپيته تخفيف  او انګليسي ژبه کې په سلو کې د پنځوسو په تخفيف  دليک لوست دزده کړې او درياضي په څانګه  کې په سلو کې دپنځه ديرش په تخفيف  سره حاضر شوي دي چې زر تنه نجونې او هلکان ومني او شلو تنو بي وزلو ځوانانو ته په وړيا ډول لوست ورکړي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير له دغو موسسو څخه دمننې په ترڅ کې هيله وکړه چې نوري تحصيلي موسسي هم دهيواد ځوانانو ته دزده کړې دزمينې په برابرولو  کې مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته