امنیت

په سرپل کې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په سرپل ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دسرپل والي عبدالقادر  اشنا باختراژانس ته وويل چې يوشميروسله وال طالبان چې غوښتل يې ددغه ولايت دمرکز دآهو او تربلاق  کليو له لارې  دتروريستي  بريدونو دترسره کولو په موخه دسرپل ښار ته ننوځي دپوځيانو له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې درې تنه طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول
اشنا زياته کړه چې ددوى دوه کلاشينکوفونه او دوه موټرسايکلونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته