نړۍ

په عراق کې دلسګونو تنو ياغيانو وژل کيدل

بغداد سورميه نيوز  باختردوږي دمياشتې  ٦  :
دعراق دصلاح الدين ولايت  يوه امنيتي خبرځاى  په تکريت ښارکې دعراق په  هوايي بريد کې دداعش دډلې دلسګونو تنو ياغيانو دوژنې خبرورکړ.
دغه خبرځاى له سومريه نيوز سره په خبرو کې  څرګنده کړه   چې دعراق هوايي ځواکونو  پرون  په تکريت ، الصناعي سيمې اودصلاح الدين دعامې روغتيا دادارې  په زړې ودانۍ دداعش دډلې   په څوسيمو بريدونه وکړل چې له امله  يې ددغې ډلې په لسګونو تنه ووژل شول او يو شمير نور هم ټپيان شول.
له بله پلوه  دعراق هوايي ځواکونو نن سهار دداعش په ډلې پورې اړوند دسون توکو  دوه ټانکرونه  وچاول او دعراق امنيتي ځواکونو دتکريت په ختيځ کې  دسون توکو يو بل ټانکر ونيوه.
دغه راز دعراق دصلاح الدين ولايت امنيتي  خبرځايونو   دتکريت په شمال بيجي سيمه کې دداعش  دډلې   ديو مشر دوژل کيدو خبرورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته