روغتیا

ډاکتر فيروز الدين فيروز: ډاکتران د خپلې لوړې له مخې د انسان په خدمت کې دي؛ د هغو وژل هيڅ توجيه نه لري

-کابل باختر دکب نولسمه :
ډاکتر فيروز الدين فيروز د شهيد سردار محمد داوود خان په روغتون بريد او د دغه روغتون د ډاکترانو، روغتيا پالانو او ناروغانو وژل يې غير موجه وبلل او هغه يې غير انساني او غير اسلامي عمل وباله .
  د عامې روغتيا وزير چې نن يې په دې باب د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ په دې پيښه کې د يوشمېر ډاکترانو او ناروغانو د شهادت په نسبت خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل: روغتونونه او روغتيايي مرکزونه د ناروغانو او د اړوکسانو د درملنې سيمې دي او ډاکتران هم دخپلې لوړې له مخې چې د دغه مسلک په پيل کې يې کړې ده؛ له هر ملحوظ څخه پرته د انسان په خدمت کې دي او هيڅ داسې خبر نه دى خپور شوى چې يو ټپي په يو او بل نامه په کوم روغتون کې ډاکتر او ياروغتيا پال د هغه درملنه ونه کړي او په ټپونو يې پټي نه ږدي .
ډاکتران فيروز الدين فيروز په ډاکترانو، روغتياپالو او ناروغانو د بريد له امله خواشينى شوى دى او ويې ويل چې د دغه بشري ضد بريد سازمان ورکوونکي په دغه ستر جنايت سره څه ترلاسه کړل؟ يوازې د څو تنو ډاکترانو ژوند يې واخست چې هر يو يې د دغو مظلومو خلکو پانګه وه.
ده يو ځل بيا د يوشمېر ډاکترانو، ناروغانو او د هېواد د پوځيانو د شهادت له امله د شهيدانوکورنيو، د روغتيا د برخې کارکوونکو او د هېواد خلکو ته ډاډ ګېرنه وويله  او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې په روغتونونو بريد ونه کړي او ډاکتران ونه وژني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته