امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان په پکتياولايت کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي ٦ :

په پکتياولايت کې دناټو دجنګي الوتکو په بريدکې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دغه  ياغيان تيره شپه دجانې خيلوولسوالۍ په يوه غرني سيمه کې هغه وخت ووژل شول چې دناټو دالوتکو له خوا ددوي په پټنځاى بريدوشو.

دپکتياولايت دجانې خيلو ولسوال ګل مرجان باختراژانس ته وويل دغو ياغيانو ددغي ولسوالۍ  دځينوسيمو په ناامنيو کې لاس درلود.

دجانې خيلو ولسوال تائيد کړه چې په دې بريد کې شپږتنه وسله وال ياغيان ووژل شول اوددوي پټنځاى په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

دى وايې په دې بمبارکې  ملکي وګړو ته زيان  نه دي اوښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته