سیاست

جمهور رئیس غني د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونود سازمان له عالي کمیشنر سره وکتل

 کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٨مه    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونود سازمان له عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د حقونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې په جنیوا کې د جمهور رئیس په استوګنځی کې ترسره  شوه، جمهور رئیس غني د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د کډوالوپه چارو کې د ملګرو ملتونود سازمان دعالي کمیشنري هلې ځلې د قدر وړ وبللې  او زیاته یې کړه، د نړۍ هیوادونه او بین المللي بنسټونه دې د کډوالي نړیوالې ستونزې د حل په موخه مشخصه برنامه او پلان ترتیب کړي.
د کډوالوپه چارو کې د ملګرو ملتونود سازمان عالي کمیشنر له جمهور رئیس څخه د افغان کډوالو ستونزو حل ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او وې ویل، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او د کډوالو د حقونو ملاتړ کوي.
ښاغلي فیلیپو ګراندي په بېلابېلو هیوادونو کې له افغان کډوالو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمشنري  ملاتړ اعلام کړ او هغوی ته پر وخت د مرستو رسولو په هکله یې جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ.
جمهور رئیس وویل، حکومت  هیواد ته د افغان کډوالو راستنېدنې ته ژمن دی او موږ به د خپلو نړیوالو  شریکانو په همکارۍ هغوی ته د راستنېدنې او مېشتېدنې مناسب شرایط او اسانتیاوې برابرې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته