امنیت

د لښکرګاه په جګړه کې د طالبانو د سوق او ادارې مسوول ووژل شو

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د لښکرګاه په جګړه کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مسوول د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو او د هلمند لپاره د دغې ډلې تش په نامه والي مرستيال ټپي شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد هوايي ځواکونو لښکرګاه ښار ته څيرمه بولان سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه غونډه بريد وکړ.
د دغه بريد په پایله کې د لښکرګاه په جګړه کې د طالبانو د سوق او ادارې مسوول قوماندان غيرت، په تريخ ناوړ ساحه کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د موسی قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مسوول په ګډون ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو تش په نامه والي د مرستيال مولوي حزب الله په ګډون درې تنه ټپيان شول.
په دغه هوايي بريد کې د دښمن دوه موټر او دوه موټرسايکلونه هم ويجاړ شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته