امنیت

د مقر لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال تېره شپه د طالبانو د بريد په بهيرکې ووژل شو.
دغه پيښه د مقر ولسوالۍ د سنګ آتش په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د بادغيس د ولايتي شورا رييس بهاالدين د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله وال طالبان په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: په دې جګړه کې د طالبانو نومول شوى ولسوال هم ووژل شو او نور طالبان له ساحې څخه وتيښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته