امنیت

يوتن ديوسلو شپيتو کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په تور ونيول شو .

کابل باختر دغبرګولي  لسمه :
يوتن  پرون دپوليسو له خواپه پروان ولايت کې ديوسلو شپيتو کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په تور ونيول شو .
دپروان ولايت امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ. دپوليسو ځواکونو دپروان ولايت دجبل السراج  ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل  يو سړى  يې له يوسلو شپيتو کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيوه .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې ، نيول شوى سړى  دغه توکي  په ماهرانه ډول  په يوکرولا موټر کې  ځاى پرځاى کړي وو او دننګرهار له ولايت څخه يې دتخار ولايت ته ليږدول چې دجبل السراج ولسوالۍ دبازار  په ساحه کې  له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا  کشف او ونيول شول .
ديوه اړونده خبرځاى دخبر له مخې ، نيول شوى سړى تر څارنې لاندې دى .
ديوبل خبر له مخې  دوه تنه وسله وال مخالفين له خپلو وسلو سره  په پروان ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر ددغه خبر په تاييدولو سره وويل چې دغه دوه تنه دپروان ولايت دغوربند درې دسياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي ضد فعاليتونوبوخت وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته