سیاست

د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د تروریستانو د برید په اړه مطبوعتي اعلامیه!

 کابل باختر د وري د مياشتې ٢٣ مه
د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د تروریستانو د برید په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلاميه!
په خواشینۍ سره چې تېره شپه د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د افغانستان دښمنانوپه ډله یېز برید کې د ولسوال شمس علي دوست په ګډون یوشمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان شوي.
د هېواد جمهور ریېس د دې پېښې د قربانیانو کړنې، خدمتونه او سرښندنې وستایلې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ امنیتي او دفاعي بنسټونو ته د خواجه عمري ولسوالۍ موضوع د هر اړخیزې ارزونې لارښوونه کړې.
هغه همداراز د دولتي او امنیتي تاسیساتو او د خلکو پر ساتنې هم ټینګار کړی.
جمهور ریېس محمد اشرف غني د یادې پېښې د  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي. پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته