-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
د طالبانو د بريدونو شنډولو په خاطر نن د بدخشان جرم ولسوالۍ ته ځواکونه واستول شول.
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت پر جرم ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د بريد په پايله کې چې دوې ورځې مخکې يې وکړ څلور پوستې د پوځيانو له ادارې څخه ووتلې.
هغه وويل چې د دغو پوستو د بېرته نيولو او د طالبانو له شتون څخه د جرم ولسوالۍ د بشپړ پاکولو لپاره ډېر ژر عمليات پيلېږي.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ